تازه خبرونه

د کابل په هوايي ډګر کې د کښته کیدو پر مهال د کام ایر الوتکې ماشین کار پرېښی

Published

on

د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې د کام ایرشرکت الوتکې ماشین د کښته کیدو مهال له کاره وغورځېد او اور یې واخیست.

په الوتکه کې مسافره ستفاني ګلینسکي، چې په کابل کې خبریاله هم  ده وایي؛ د دې الوتکې انجن هم اور اخیستی.

ګلینسکي په خپل تویت کې څرګنده کړې: زموږ د الوتکې ( کام ایر) انجن کابل ته د دننه کیدو پرمهال له کاره وغورخيد، د الوتنې په بهیر حرکت ودرول شو او انجن اور واخیست. مونږ ترې راووتلو!

د هغې د څرګندونو له مخې؛ په هوایي ډګر کې د اور وژنې موترې ولاړې وې او ځمکې ته د الوتکې له کښته کیدو سره سم ترې راتاو شول.

په دې الوتکه کې، د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني، احمد ضیا مسعود، میر امان الله ګذر، د پارلمان غړی عبدالعزیز حکیمي او لسګونه نور مسافر له بدخشان څخه کابل ته راتلل.

میرمن ګلینسکي زیاته کړې: مونږ ټول حیران شو؛ پیلوت په زړه پورې هڅه وکړه او په ​​بریالیتوب یې الوتکه راکښته کړه.

کام ایر هوایي شرکته دلوتکې د ماشین له کاره غورخیدا او اور اخیستل رد کړي او په یوه خبرپاڼه کې یې په ډاګه کړړې، چې: د کام ایر کومې الوتکې اور ندی اخیستی.

د دغه هوایي شرکت د څرګندونو له مخې: د الوتکې برښنایي څرګندویې آلې په هوا کې په تېروتنه د انجن د اورلږیدنې حالت ته د الوتکې پیلوت پام رااړوي، د دې حالت له لیدنې سره سم د حامد کرزي نړیوال هوایی ډګر کې خوندي ناسته تر سره کوي، چې مسافرو او الوتکې ته کوم زیان ندی اوښتی.

Trending

Exit mobile version