تازه خبرونه
د کابل په پغمان ولسوالۍ کې څلور انسانتښتوونکي ووژل شول
(Last Updated On: زمری ۲۹, ۱۴۰۲)
کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د دې بنسټ ځانګړیو ځواکونو تېره شپه د کابل د پغمان ولسوالۍ د پشته بادام په اړوند سیمه کې د انسانتښتوونکیو پر یوه پټنځای عملیات کړي دي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په دغو عملياتو کې له سړي تښتوونکیو سره د جګړې پر مهال څلور انسانتښتوونکي وژل شوي او د هغو له منګولو څخه درې ورځې وروسته امین نومی تښتول شوى کس وژغورل شو.
ویل کیږي، چې په دې عملياتو کې، چې تېره شپه ۹:۴۵ تر سره شوي؛ امنيتي ځواکونو ته زيان نهدى اوښتى.