تازه خبرونه

د کابل په پل‌سرخ څلورلاري کې د افغان بېسیم پر مالي مرسته د یوه منار د بنسټ ډبره کېښودل شوه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۷, ۱۴۰۲)

د کابل ښار د درېیمې ناحیې اړوند په پل‌‌سرخ څلورلاري کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت پر مالي مرسته د یو منارد بنسټ ډبره شوه.

د کابل ښاروالۍ وايي؛ دا منار پر دودیزه او لرغوني بڼه د تاریخي آبداتو د یوې بېلګې په توګه جوړیږي.

د اړوند مسوولینو د څرګندونو له مخې، د کابل ښار په څلورلاریو کې د تاریخي آبداتو د بېلګو جوړول د کابل ښاروالۍ د مشرتابه یوه پرېکړه ده.

د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو رییس ولي ګل جواد وايي: مونږ له افغان بېسیم مخابراتي شرکت څخه د ښاري خدمتونو په برخه کې، چې له کابل ښاروالۍ سره همکاري کوي؛ د زړه له تله مننه کوو. دوی د یو ګډ ښار په توګه فکر کوي او ان شاءالله له مونږ سره په ښاري خدمتونو کې اوږه پر اوږه پرمخ ځي. 

دغه ۱۳ متره لوړ منار د افغان بېسیم مخابراتي شرکت پر مالي لګښت جوړېږي، چې د غزني ولایت د سلطان محمود غزنوي د منار بڼې ته به ورته والي ولري.

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت چارواکي وايي؛ دوی به له دولتي بنسټونو سره د ودانیزو چارو په برخه کې خپلې مرستې روانې ساتي.

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د مرکزي زون رییس سلیمان خرم وایي؛ دا پروژه زمونږ لومړۍ او وروستۍ پروژه نه‌ده او تاسې به نورې ښې پروژې هم ووينئ. د افغانستان اسلامي امارت له کابل ښاروالۍ مننه کوو، چې په دې برخه کې یې له مونږ سره پوره همکاري وکړه او زمونږ غوښتنه یې ومنله.     

افغان بېسیم په تېرو دوه لسیزو کې له دولتي بنسټونو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کړې او په ټول هېواد کې یې ډېرې پروژې پلې کړې دي.

Trending

Exit mobile version