تازه خبرونه
د کابل په پل خشتي جومات کې له چاودنې ۱۱ کسان ټپیان شوي
(Last Updated On: وری ۱۸, ۱۴۰۱)
ایمرجنسي روغتون په ډاګه کړې، چې د کابل د پل خشتي له لوی جومات څخه د چاودنې له کبله ۱۱ ټپیان رالېږدول شوي دي.
دغه برید نن غرمه په جومات کې د جماعت پر مهال پر لمونځ کوونکیو تر سره شوی دی.
د کابل ايمرجنسي روغتون ټویت کړی، چې د پېښې اووه ټپيان په روغتون کې بستر شوي او څلور نور له درملنې وروسته رخصت شوي دي.
د کابل امنیه قومندانۍ د ویاند خالد ځدراڼ د لومړنیو معلوماتو له مخې؛ دغه برید د لاسي بم پر مټ رامنځته شوی، چې په کې شپږ کسان ټپي شوي دي.
نوموي ویلي د پېښې په تړاو یو شکمن کس نیول شوی دی.
د پېښې پړه تر دې دمه هیچا پرغاړه نده اخیستې.
د یادونې ده، چې ورته یو برید درې ورځې مخکې د کابل په شهزاده سرای کې هم رامنځته شوی و، چې د ایمرجنسي روغتون د څرګندونو له مخې ۵۷ کسان یې ټپیان کړي دي.