سیمه ییز خبرونه
د کابل په چهلستون کې یوه ډله ځانمرګی برید کوونکي و نیول شول
د ملي امنيت سرچينې وايي، یوه اووه کسیزه ډله، چې غوښتل یی په کابل سرینا هوټل، ملي شورا او مالیی وزارت بریدونه وکړي د کابل چهلستون په یوه کور کې ځای پر ځای شوي وو نیولي دي. چې نيول شوې ډلې په ميرانشاه كې د پاكستاني ښوونكو څخه زده كړه تر لاسه كړې ده او په حقاني پورې تړلې بلل شوې ده.
د ملي امنيت وياند شفيق الله طاهري وایی، چې بله لس كسيزه وسله واله ډله، چې د كويټې شورا لخوا په كندهار هوايي ډګر او ولايت باندې د ځانمرګو بريدونو لپاره په دنده ګومارل شوې وه، هدف ته له رسېدو مخكې يې نيولې ده.
همدارنګه د ښاغلي طاهري په وېنا يوه امنيتي خصوصي شركت هڅه كوله، چې په غزني كې خپله وسله او مهمات پر وسله والو طالبانو وپلوري، چې دوى يې په نيولو بريالي شول.
د ملي امنيت د معلوماتو له مخې دوى په تېرو څلورو مياشتو كې دوه پنځوس پاكستاني وګړي، چې په افغانستان كې يې د وېرې اچونې د فعاليتونو هوډ درلود هم نيولي دي.