تازه خبرونه

د کابل پولیتخنیک د جیولوژۍ او کانونو پوهنځي فارغان، شرکتونو ته د کار لپاره وروپېژندل شول

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۴, ۱۴۰۲)

د لومړي ځل لپاره د کابل پولیتخنیک د جیولوژۍ او کانونو پوهنځي د ۱۴۰۱ کال ټول ۳۸ فارغان د کانونو په پروژو کې د کار لپاره کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته معرفي او پر کار وګمارل شول.

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور د سې شنبې پر ورځ ( د سلواغې درېیمه ) په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې څرګنده کړه: مونږ د ۱۴۰۱ کال ټول  فارغان له پولیتخنیک، کان کیندنې، اکتشاف، جیولوژي او انجینرۍ څخه استخدام کړل.

شهاب الدین دلاور زیاته کړې؛ افغانستان بډایه کاني زېرمې لري او دوی مسوولیت لري، چې دغه زېرمې په سمه توګه مدیریت کړي او خپل ولس او هېواد ته په صداقت او رښتیا کار وکړي او هېواد پر ځان‌بسیا شي.

نوموړی وایي: له سرپو څخه نیولې تر سرو زرو، جستو او مسو او له یاقوتو څخه تر بیروجو پورې؛ مونږ او تاسې په هره څانګه کې هر څه لرو، الحمدلله. یوازې همت پکار دی؛ اخلاص پکار دی او صداقت ته اړتیا ده.

دغه راز د پولیتخنیک پوهنتون مسوولینو ویلي، چې د شرکتونو او دولتي بنسټونو له داخلي ظرفیتونو څخه کار اخیستل اړین دي.

د کابل پولي تخنيک پوهنتون عمومي ریيس عبدالرشيد اقبال ويلي: راځئ، چې خپل انجنير د لږې تجربې او پوهې پر لرلو له بهرنۍ پوهې او تجربه لرونکي انجنيره غوره وګڼو. هغه به هیڅکله زمونږ په ګټه نه وي؛ خو همدغه بې تجربې او د لږ پوهې لرونکی انجنیر به زمونږ په ګټه وي.

د افغان انوسټ شرکت رییس شیېرباز کمین زاده ویلي: راځئ، چې په خپل هیواد کې ظرفیتونه ولټوو. راځئ، چې خپل کانونه استخراج کړو. تر هغې، چې مونږ دا ظرفیت پیدا کوو؛ مونږ به بهرني انجنیران وکاروو. د همدغو محصلینو ۷۵ سلنه محصلین، چې نن فارغ شوي دي؛ ان شاالله مونږ به ورته د کار زمینه برابره کړو او هغو ته به معاش ورکوو.

اوس‌مهال پر ډېرو کانونو د استخراج کار روان دی او باور دا دی، چې د طبیعي زیرمو استخراج او پروسس تخصصي بشري سرچینو ته اړتیا لري.

Trending

Exit mobile version