تازه خبرونه
د کابل پولیسو په کابل ښار کې د امنیتي کمرو له لګولو خبر ورکړ
د افغانستان د اسلامي امارت امنیتي چارواکو د کابل له اوسیدونکیو څخه غوښتي، چې د امنیتي وضعیت د ښه کیدو په خاطر پخپلو کورونو امنیتي کمرې ولګوي کړي.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند رسنیو ته ويلي؛ د پلازمېنې کابل د اوسېدونکیو پر کورونو د امنیتي کمرو د نصبولو کمپاین پیل شوی دی.
د کابل قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ له ملي تلويزيون سره په مرکه کې ويلي، چې په څو اوونيو کې د کابل ښار په پېنځلسمه ناحيه کې له دوه زره څخه پر ډېرو کورونو امنيتي کمرې نصب شوې دي.
نوموړي په دې مرکه کې زیاته کړې، چې له دې هڅې موخه د امنیتي وضعیت ښه کول دي.
خالد ځدراڼ د کابل له اوسیدونکیو وغوښتل، چې پخپلو کورونو امنیتي کمرې نصب کړي او په دې توګه د امنیت په تامین کې خپله همکاري ثابته کړي.
هغه په ډاګه کړې، کورنۍ کولی شي د امنیتي کمرو د نصبولو په کمپاین کې یوازې هغه مهال ګډون وکړي، چې لازم مالي توان ولري او د هغو کسانو لپاره، چې مالي توان نلري؛ دا کار لازمي ندی.