تازه خبرونه

د کابل پوهنتون له ټولګیو اخیستل شوي انځورونه غونی ځیږوونکي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۳, ۱۳۹۹)

د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي د درسي ټولګیو لګیدلي دیوالونه، په وینو داغ شوي فرشونه د مرګوني، خونړي او غوني ځیږوونکي برید ښکارندویي کوي.

د آریانا نیوز ځینې انځورونه ښیي، چې برید ګر پېنځه درسي ټولګیو ته ننوتي او زدکړیالان یې ان د تېښتې پر مهال هم  پر ډزو وژلي دي.

د آریانا نیوز خبریال شاهپور فرهمند، چې د کابل پوهنتون حقوقو پوهنځي ته ورننوتی ویلي؛ د پوهنځي ځینې برخې په وینو کې ډوبې او سوځېدلي او د یو شمېر څرګندونو له مخې، په دې برید کې د نجونو په ګډون دوه ویشت زدکوونکي وژل شوي او نږدې دېرش نورټپیان دي.

دغلته یو محصل، چې د خپل واده کارت یې خپلو ټولګیوالو ته راوړی و؛ خو خپله د دغه خونړي برید قرباني شوی دی.

دحقوقو پوهنځي بڼوال سیف الله محمدي ویلي؛ هر ټولګي مو له ۵۰ څخه تر ۷۰ زدکړیالان لرل، چې ډېر شمېر یې قرباني شوي دي.  

د بریدګرو پښې د پوهنځي تر هر ځایه رسېدلي او ان ځینې زدکړیالانو، چې هڅه یې کړې له کړکۍ وتښتي هم پر ډزو وژل شوي او د وینو څاڅکي یې د ټولګیو په چتونو کې له ورایه ښکاري.

یو زدکیال ویلي؛ ډېره له وحشته ډکه پېښه وه. د منلو نده، چې داسې ځای تر برید لاندې راشي.

دغه راز دغې د شپږ ګړیو نښتې د پوهنځي اداري برخې ته هم ډېر زیان رسولی؛ ډېيی اسناد او مدارک د کمپیوټرونو په ګډون پر ایرو اوښتي دي.

هغه زدکړیالان، چې خپله قرباني شول؛ کتابونه یې وسوځېدل او درسونه یې نیمګړي پاتې شول.

د رسمي څرګندونو له مخې؛ د برید پر مهال دوه ویشت تنه وژي او نږدې ۳۰ نور ټپیان دي؛ خو په کابل پوهنتون کې سرچینو د ځاني زیان شمېر له دې ډېر یاد کړی دی.

د دوشنبې پر ورځ( د لړم ۱۲) بریدګرو د حقوقو، ادارې او عامه پالیسۍ په پوهنځيو کې پر زدکړیالانو ډزې کړي او لسګونه یې برمته کړي وه.  

له برید وروسته ځانګړي ځواکونه پوهنتون ته ننوتل او د برمته شویو زدکړیالانو د خلاصون او ټپیانو پر لیږدولو سربېره یې له وسلوالو سره نښته پیل کړه. دا، چې د محصلینو د مرګ و ژوبلې شونتیا ډېره وه؛ نو د برید د کابولو کولو هڅې په کرار او تر ۶ ګړیو اوږدې شوې.

دغه مهال په کابل پوهنتون کې د ایران لخوا د کتاب نندارتون هم پرانیستل شوی و، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د چارسمبالي تر څنګ د ایران سفیر او یو شمېر ایرانیو خپرندیانو هم په کې ګډون درلود. له برید سره سم نندارتون ګډوډ او میلمانه له پوهنتون څخه خوندي ویستل شول.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن سې شنبه د لړم ۱۳ ویلي، چې په دې برید کې ۲۲ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.

ولسمشر اشرف غني تېره شپه ملت ته په وینا کې د سې شنبې ورځ ملي ماتم اعلان کړ.

بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ پر کابل پوهنتون د تروریستي برید د ملي ماتم مراسم د هېواد په ټولو دیپلوماتیکو استازولیو کې تر سره او ملي بیرق په نیمه اوچت حالت وزړول شو.

د یاد وزارت ویاند ګران هېواد زیاته کړې؛ د م.م او اسلامي همکاریو سازمانونو د مشرانو په ګډون ۴۲ رهبرانو دا تروریستي برید غندلی او د سولې غوښتنه یې کړې.

رویترز د اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ د کابل پوهنتون د حقوقو پر پوهنځي د وسلوالو په ډله ییز برید کې د ځوانو نجونو په ګډون ۳۵ زدکوونکي وژل شوي او لږ تر لږه ۵۰ نور ټپیان دي.

دا لومړۍ ځل دي، چې پر کابل پوهنتون ډله ییز وسلوال برید کیږي.

طالبانو په برید کې لاس لرل رد کړي  او د برید پړه داعش پر غاړه اخیستې ده.

د کابل پوهنتون پر حقوقو پوهنځي د داعش د پروني برید په ځواب کې زدکوونکیو نن خپل شعار داسې  انځوریز کړ، چې: مونږ مه وژنئ؛ مرمۍ لږ راوړئ، مونږ ډېر یو!

له دې مخکې د کابل په لویدیځ کې د موعود او کوثر په نوم په روزنیزو کورسونو هم ځانمرګي بریدونو لسګونه کسان وژلي دي.

 

Trending

Exit mobile version