تازه خبرونه

د کابل ښارهټیوالو د ماليې لوړوالي له امله لاریون وکړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کابل ښارهټیوالو د د ماليې د زیاتوالي له امله په لاریون لاس پورې کړ.

دغه لاریونکوونکي چې شمیريې زرګونه تنو ته رسېده؛ وايي د ماليي وزارت له خوا پرې ټاکلې مالیه کې پنځوس سلنه زیاتوالی راغلی چې دوی يې د ورکړې توان نلري.

د ماليې وزارت بیا وايي؛ ټاکل شوې مالیه د قانون په اساس دی او قانون په ټولو د پلي کیدو وړ ده.

د کابل ښار ډېره برخه دوکانونه د د دولت له خوا د مالیې د لوړېدو له امله د پیرودونکو په مخ تړلي.

دغه لاریون کونکي وايي که غوښتنې یې تر یوې اونۍ ونه منل شي؛ نو خپلو لاریونو ته به دوام ورکړي.

دوی وايي مالیات يي باید کم او د مالیاتو په قانون کي هم د سمونونو غوښتنه کوي.

د ماليي وزارت ویاندعبدالقادر جیلانی وايي که سوداګرهره پوښتنه اوغوښتنه ولري، نو دغه وزارت ته دې ووايي دوی به پرې غور وکړي.

مالیه مو د دوی د فروشاتو په اساس ټاکلې، که له ۶۰ زرو کم په کال کې فروشات ولري، له مالیې څخه معاف ده او له ۶۰ زرو ۱۵۰ زرو ۲زره مالیه ورکړي او له ۱۵۰ زرو تر ۵۰۰ زروکلنی فروشاتو ۸ زره افغانۍ او له ۵۰۰ زرو لوړ فروشاتو ۳ سلنه اخستل کیږي.

د مالیی وزارت وايي دغه لاریون کوونکی یوشمیرهغه کسان دي چې له مالیاتو څخه د سرغړوني په هڅه کې دي او وایي؛ نږدې ۱۳ زره دوکانونو ځانونه ثبت کړي او په منظم ډول سره خپله مالیه تحویلوي اوستونزه هم نه لري.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version