تازه خبرونه

د کابل ښاریانو نننی سهار له دوه چاودنو سره پیل شو

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲, ۱۳۹۹)

کابل ښاریانو د یکشنبې سهار( د لیندۍ ۲) د ښار په دوه بېلابېلو سیمو کې د نښلیدونکيو ماینونو له چاودنو سره پیل کړ.

د کابل پولیسو ويلي، چې نن سهار شاوخوا ۶:۱۰ د خیرخانې د ۱۱ حوزې په اړوند سیمه کې پر یو  ټکسي موتر د نښلیدونکي ماین رامنځته شوه، درایور یې ټپي او روغتون ته ولیږدول شو.

د پولیسو په وینا، پېښه د ګډ امنیتي پلاوي لخوا څېړل کیږي.

عیني شاهدانو ويلي، چې په چاودنه کې څلور کسان ټپیان شوي دي.

د شاهدانو د څرګندونو له مخې، د یو تن ټپي روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

دوه یمه چاودنه د ۱۰ امنیتي حوزې د هوایي ډګر پر سړک د اردو پر رینجر موتر له نښلیدونکي ماین څخه رامنځته شوې؛ خو پولیسو ویلي، چې څوک په کې ټپي شوی ندی.

تر دې دمه هیچا د برید پړه نده منلې.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ پر کابل ښار ۲۳ توغندي ولګېدل  او لږ تر لږه ۱۰ کسان ترې وژل شوي او له ۵۰ ډېر نور ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version