تازه خبرونه
د کابل ښار د برچي په اړوند سیمه کې چاودنې مرګ و ژوبله اړولې
د کابل د لویدیځ د دشت برچي د اړوند سیمې یوه تونس موټر کې د چاودنې له کبله یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
دا پېښه نن ماښام شنبه د لړم ۲۲ د کابل ښار د ۱۳مې ناحیې اړوند د مهتاب کلا په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټ کې څرګنده کړې، چې چاودنه د کابل په لویدیځ کې د یوه مسافر وړونکي موټر د اور لګیدو له کبله رامنځته شوې ده.
مجاهد ویلي: نن ناوخته د کابل ښار د اتلسمې حوزې اړوند د دشت برچي په سیمه کې د یو تونس ډوله موټر له اورلګېدنې چاودنه رامنځته شوې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. د پېښې د بڼې او لامل په اړه څېړنې روانې دي.
رویټرز د اسلامي امارت د یوه چارواکي او د پېښې د عیني شاهدانو له قوله ویلي، چې پېښه په موټر کې د نښلیدونکي ماین د چاودنې له کبله رامنځته شوې، چې په کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
تر اوسه کومې ډلې یا فرد د دغې چاودنې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.
