تازه خبرونه
د کابل ښار د خیرخانې په لب جر سیمه کې چاودنه شوې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
نن سهار د کابل ښار د خبرخانې د لب جر په اړوند سیمه کې یوه چاودنه رامنځته شوې، چې موخه یې د احمدشاه مسعود د ویرجنو د موترو کاروان و.
امنیتي مسوولین وایي، چې پېښه په یوه بایسکیل کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکیو توکو له کبله وه. عیني شاهدان وایي، چې په پېښه کې یو تن وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي.
امنیتي مسوولینو له مرګ و ژوبلې څه نه دي ویلي.