تازه خبرونه
د کابل ښار د قوایي مرکز په اړوند سیمه کې اور لګیدلی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
نن له غرمئې مخکې څه نا څه یوولس بجې د کابل ښار د قوایي مرکز په اړوند سیمه کې اور لګیدلی دی.
د لومړنیو څرګندونو له مخې دغه اورلګیدنه د اړوند سیمې د تختو پلورونکیو په سرای کې رامنځته شوې ده.
د کابل پولیس وایي، سیمې ته د اور وژنې ډله لیږل شوې ده.
تر دې دمه د اورلګیدنې لامل څرګند شوی نه دی.