تازه خبرونه

د کابل ښار د نوې منډوي د بوټانو په گدامونو کي اورلگیدنه رامنځته شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د آریانا نیوز د خبریال جواد په وینا؛ دا اور د میر عالم او زرداد په سرایونه کې لگیدلی او هڅې روانې دي، چې له نږدې پلورنځیو مالونه ویستل شي.

 

د غه راز ویل کیږي، چې د اور وژنې ډله سیمې ته رسیدلې او هڅه کوي، چې اور مړ کړي؛ خو د اور لمبې شېبه په شېبه غړانده کیږي.

د  اورلگیدنې لامل تر اوسه معلوم نه دی او نه تر اوسه د مالي زیانو نو په اړه څه ویل شوي دي.

خلک د اور وژنې هڅه کوي او د اوروژنې له ډلې سره  همغږي شوي دي.

د څرگندونو له مخې نورو سرایونو ته د اور لمبې تر دې دمه نه دي غزیدلې.

 

Trending

Exit mobile version