تازه خبرونه
د کابل ښار د هوا ککړتیا مرګونې ده ـ ډاکټران
په کابل ښار کې د هوا ککړتیا د هېوادوالو او ډاکټرانو ژورې اندېښنې راپارولي دي.
ډاکټرانو خبرداری ورکړی، چې که په پلازمېنه کابل ښار کې د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره ډاډمنې هڅې تر سره نشي؛ نو د ډېرو خلکو ژوند به له ګواښ سره مخ شي.
ډاکټر محمد هاشم وهاج آریانا نیوز ته ویلي: د هوا ککړتیا په کابل کې یوه مهمه، ژوره او خطرناکه ستونزه ده.
په ورته وخت کې د کابل ښاریان د لوړو ودانیو له خاوندانو غواړي، چې د معیاري چاڼیز سیټم له کارولو سره د هوا د ککړتیا په مخنیوي کې مرسته وکړي.
د کابل يوه اوسېدونکي محمد رسول ويلي: هغه کسان، چې د ډبرو سکاره او لوګي رامنځته کوونکي توکي سوځوي؛ بايد مخه یې ونیول شي.
د کابل یو بل اوسېدونکی سهراب نومی وايي: دوی باید ګاز او برښنا وکاروي، چې ارزانه ده. عام خلک خلک د ډبرو سکاره او پلاستیک نه سوځوي.
کابل ښاروالۍ ويلي، د هوا د ککړتیا د مخنیوي په موخه یې د یو شمېر هغو لوړ پوړیو ودانیو او حمامونو دروازې تړلي، چې چاڼیزسیستم یې هم نه کاراوه.
د کابل ښاروالۍ د نشراتو او عامه پوهاوي مشر نعمت الله بارکزي ويلي: په کابل کې دوه مرکزګرمۍ کار کوي، چې ګاز کاروي او نورر دې هم له معیاري ګاز څخه ګټه پورته کړي.
په کابل کې د هوا د ککړتیا له عمده عواملو څخه په ځانګړي ټوګه په ژمي کې د سون توکو لکه د ناپاکو ډبرو او لرګیو کارول دي.