تازه خبرونه

د کابل ښار د څارویو بازار ته ډېر څاروي راوستل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د اختر په رانیږدې کیدو د کابل ښار په هره څنډه کې د څاریو د پير و پلور بازار ښه تود ښکاري.

هغه کسان، چې پر ځان قربانې کول واجب گنې؛ هڅه کوي، چې روغ او چاغ څاروي پیدا کړې او دغه دینې فریضه په سمه توگه تر سره کړي.

لوي اختر ته د مال اخیستونکي د څارویو بیه لوړه بولي او وایي، چې د څارویو د اخیستو وس نه لري.

داسې کسان هم تر سترگو شته، چې په هره بیه د څارویو د اخیستو وس لري.

یو شمېر نور بیا د تېرکال په پرتله سږ کال د قربانۍ وس نه لري.

د یادونې وړ ده، چې د بیکارۍ او فقر زیاتوالي د څاریو د اخیستلو او پلورلو بازار څه نا څه اغیزمن کړی دی.

خبریاله: نبیله حفظي

Trending

Exit mobile version