تازه خبرونه
د کابل ښار د ۹ امنیتی حوزې په اړوند سیمه کې ځانمرگي ۱۴ تنو ته مرگ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
نن سهار د اته بجو په شاوخواکی د حامد کرزی هوایی ډگر ته څیرمه د هوا شناسی په سیمه کی ځانمرگی برید وشو.
د کورنیو چارو وزات پېښه تائیدوی او وایي، چی ځانمرگی برید دیوه موتر په وسیله شوی دی.
د کابل ښار امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي وایي، چې په دې پېښه کې یو تن وژل شوی او د درې ښځو په گډون ۱۳ تنه ټپیان دي.
د دغه برید مسوولیت طالبانو په غاړه اخیستی او وایي، چې برید د بهرنیو ځواکونو پر موتریز کاروان تر سره شوی.