تازه خبرونه
د کابل ښار هوا د ټیټ کیفیت لرونکیو سونګ توکو له سوزیدو ککړه شوې
د چاپېریال ساتنې ادارې مسوولینو ويلي، چې که اړوند ادارې د ډبرو سکرو، د ټيټ کیفیت لرونکیو سونګ توکو له سوزولو مخنیوی ونکړي؛ د کابل ښار هوا به نوره هم ککړه شي.
مشرانو جرګې د چاپېریال ساتنې ادارې مسوولین او کابل ښاروال د ښار د هوا او چاپېریال د ککړتیا له کبله خپلې غونډې ته رابللي وه.
د مشرانو جرګې غړې فرحناز پامیري ويلي، چې د هېواد تېرو سړو موسمونو ته په کتو که اړوند ادارې د چاپېریال او کابل ښار د هوا د ککړتیا په مخنیوي کې ټینګ ګامونه پورته نکړي؛ کابل ښاریان به پر ګڼو خطرناکو تنفسي ناروغیو اخته شي.
د چاپېریال ساتنې ادارې مرستیال عزت الله صدیقي هم ويلي، چې د تېرې همدغې مودې په پرتله اوس د کابل ښار هوا او چاپېریال ډېر ککړ شوی دی.
نوموړي پر یو شمېر حکومتي ادارو نیوکه کړې، چې د هوا د ککړتیا د عواملو مخنیوی نکوي، چې چاپېریال او هوا ته زیان اړوي.
د کابل ښاروال بیا له خلکو غواړي، چې د چاپېریال په ساتنه او د هوا د ککړتیا په مخینوي کې دوی ته لاس ورکړي.
کابل ښاروال داوود سلطان زوی ويلي، چې له شپږ سوه لوړ پوړیزو ودانیو څخه په دوه سوه ودانیو کې د دود د چاڼ دستګاوې لګول شوې دي.
د ښاروال زیاته کړې، چې اوس په کابل ښار کې زیاتره کورنۍ له هغو توکو څخه د خونو د تودولو لپاره کار اخلي، چې هوا ډېره ککړوي.
مشرانو جرګې له حکومتي ادارو غوښتي، چې هېواد ته د ټیټ کیفیت سون توکو د راتلو کلکه مخه ونیسي.