تازه خبرونه

د کابل ښار پر بېلابېلو سیمو ۲۳ توغندیزو بریدونو مرګ و ژوبله رامنځته کړې

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱, ۱۳۹۹)

د پولیسو د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د کابل ښار د ۲، ۹، ۱۰، ۱۵، ۱۱ او ۱۹ ناحیو پر اړوند سیمو ۲۳ توغندي توغول شوي، چې په کې لږ تر لږه د یوې میرمنې او سړي په ګډون اته کسان وژل شوي او ۱۳ میرمنې، ۳ ماشومان او ۱۵ سړي ټپیان دي.

ویل کیږي، چې لږ تر لږه لس توغندي د نوي ښار او خیرخانې پر سیمو توغول شوي، چې په کابل ښاریانو کې یې پراخه وېره رامنځته کړې ده.

کورنیو چارو وزارت بریدونه تائید کړي.

دغه راز د ځینو راپورونه له مخې؛ ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې او د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر ته نږدې په شنه حوزه کې هم د چاودنې غږ اورېدل شویدی.

دغو توغندیزو بریدونو په پلازمېنه کابل ښار کې یو شمېر پلورنځیو او موترو ته ملیي زیانونه اړولي دي.

تر دې دمه د توغول شویو توغدیو د توغولو او د تلفاتو بشپړ شمېر ندی په ډاګه شوی.

Trending

Exit mobile version