تازه خبرونه
د کابل ښار په تیمني کې موتر بم چاودنې ۱۹ کسانو ته مرگ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د کابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي وایي یو موتر، چې له چاودیدونکیو توکو ډک شوی و؛ تېره ورځ ماښام مهال د تیمني په اړوند سیمه کې د یو ملکي هوتل مخې ته چاودنه ورکړ شوې، چې په کې دوه تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
هغه وایي، په دې چاودنه کې یو شمېر کورونه هم ویجاړ شوي دي.
د دې برید موخه په سیمه کې یو ملکي هوتل و، چې بهرنیو به په کې ډوډۍ خوړله.