تازه خبرونه
د کابل ښار په شېرپور کې له ۱۵۵ جریبه زیاته ځمکه دولتي تثبیت شوه
د عدلیې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دې ځمکې ختیځ لوري ته د وزیر اکبرخان شپږم، پېنځلسم او شپاړلسم نمبر سړکونه، لویدیځ ته د نوي ښار د قصابي کوڅه، سهیل ته د وزیر اکبر خان غونډۍ او د شهید څلورلاری او سویل ته شېرعلي خان سړک پروت دی. د کابل ښاروالۍ او د ځمکو د غصب د مخنيوي کمیسيون له پوره څېړنو وروسته دا ځمکه دولتي ملکیت تثبیت کړه.
د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند د شېرپور په سیمه کې څه باندې ۱۵۵ جریبه ځمکه دولتي ملکیت اعلان کړه او په دې سیمه کې یې د جوړو شویو کورونو د وروستیو پړاوونو د ترسره کولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
د عدلیې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دې ځمکې ختیځ لوري ته د وزیر اکبرخان شپږم، پېنځلسم او شپاړلسم نمبر سړکونه، لویدیځ ته د نوي ښار د قصابي کوڅه، سهیل ته د وزیر اکبر خان غونډۍ او د شهید څلورلاری او سویل ته شېرعلي خان سړک پروت دی. د کابل ښاروالۍ او د ځمکو د غصب د مخنيوي کمیسيون له پوره څېړنو وروسته دا ځمکه دولتي ملکیت تثبیت کړه.
د عدليې وزارت وايي، د دې څېړنې پر مهال د غاصبينو لخوا تخنيکي بورډ او کمیسيون ته داسې اسناد ندي وړاندې شوي، چې رې شخصي ثابته شي.
