تازه خبرونه

د کابل ښار په قلعه فتح الله سیمه کې یوه پاکستانۍ استراليايي میرمن تښتول شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې د قلعه فتح الله په اړوند سیمه کې یوه  پاکستانۍ اسټراليايي میرمن تښتول شوې ده.

یوه امنیتي سرچینه، چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي وایي؛تښتول شوې میرمن د اکبرموسسې کارکوونکی ده.

د سرچینې د وینا له مخې؛ دغه میرمن تېر ماښام د دوه وسلوالو له خوا، چې ملکي جامې یې پر ځان وې تښتول شوې ده.

که څه هم دغې سرچینې په دې اړه زیات جزئیات ورنه کړل؛خو زیاته یې کړه، چې پولیسو په دې اړه څېړنې پیل کړې دي.

له دې مخکې نوموړې افغانه استرالیایي ښودل شوې وه

تر دې دمه د دغې پېښې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.

د کابل د پولیسو قومندان عبدالرحمن رحیمي وایي، چې د دغې پاکستانۍ استرالیایي میرمنې لټون پیل شوی او ډې ژر به یې څېرې د رسنیو له لارې خلکو ته وښودل شي.

هغه زیاتوي، چې په تېرو ۱۵ ورځو کې ۲۰۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي. 

تېر کال هم له همدې سیمې یوه استرالیایي میرمن د ناڅرګندو کسانو لخوا تښتول شوې وه، چې بیا له څو میاشتو وروسته خوشې او د هغه هېواد په غوښتنه خپل هېواد ته ولیږدول شوه.

د استرالیا هېواد تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

خبریال نصیر احمد دستگیرزاده

Trending

Exit mobile version