تازه خبرونه
د کابل ښار په موتر بم کې شل کسه وژل شوي او له ۵۰۰ ډې ټپیان دي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړونده د شاه شهید په سیمه کې د ملي دفاع وزارت پر اړوند دفتر موتر بریدبرید شوی،چې له کبله یې لسگونهکسانو ته مرگ وژوبله اوښتې ده.
دا برید د شپې په شاوخوا یوه بجه شوی،چې د کابل ډېره برخه یې ولرړزوله او پهڅو کیلو مترۍد خلکو د کورونو ښیښې ماتې شوې دي.
عیني شاهدان وایي،چې د برید موخه د شاه شهید سیمې په سیاه سنگسیمه کې د ملي دفاع وزارت اړوند استخباراتيدفتر و، چې په کېدغه دفتر او نږدې لسگونه کورونه ړنگشوي دي.
د کابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي وایي، چې په دې برید کې ۲۰ کسه وژل شوي او له ۵۰۰ ډېر نور ټپیان دي.
ویل کیږي، چې د برید موخه د دفاع وزارت اړوند دفتر و.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د لوگر په مرکز کې ورته چاودنې د درې پولیسو په گډون ۶ کسه ووژل او ۲۴ نور یې ټپیان کړل.