سیمه ییز خبرونه
د کابل ښار په هکله د کابل د والي نوې طرحه، د ښار جوړولو وزارت ته وړاندې شوه
د کابل ښار په هکله د کابل د والي نوې طرحه، د ښار جوړولو وزارت ته وړاندې شوه
د كابل والي د كابل ښار چاپېريال حالت هېښونكى او د انديښنې وړ ګڼي او وايي، د خدماتو له په پام كې نيولو پرته د ښار پراختيا به په راتلونكې كې د ناورين لامل شي.
د كابل والي عبدالجبار تقوا د ښارجوړولو وزارت ته يوه داسې طرح وړاندې كړې چې له مخې يې په تره خيلو سيمه كې د يوه اداري مجتمع جوړه چې په ښار كې د نفوس د زياتوالي او په دولتي ادارو پسې د خلكو د سرګردانى لامل نه شي .
رپوټ……..
كابل ښار، هغه ښار چې د هرې ورځې په تېرېدو په كې نفوس او د ښاري خدمتونو په برخه كې ستونزې زياتېږي.
د كابل والي عبدالجبار تقوا وايي:
له كارپوهانو سره په مشوره يې يوه طرحه په پام كې نيولې، چې له مخې يې د كابل ښار په تره خېلو سيمه كې د اداري مجتمع په نامه يوه ودانۍ جوړه شي.
دغې طرحې له مخې بايد د كابل ولايت، د پوليسو ځانګړې قطعې، د پوليسو قومانداني، محكمې ،څارنوالي او په ټوليزه توګه د وزارتونو دوهمه درجه واحدونه دغه ودانۍ ته ولېږدول شي، چې خلك وتوانېږي په آسانۍ سره خپل كارونه مخكې يوسي.
د تره خېلو سيمه د زاړه او نوي كابل ترمنځ په سيمه كې موقعيت لري، د كابل والي د دې مجتمع جوړول د كابل د ولسواليو او ولايتونو د اوسېدونكو لپاره د آسانتياوو په راوستلو كې مهم ګڼي.
كابل والي، چې په كابل كې يې د استوګنې د څو بلاكونو د جوړولو د كار د پېل په مراسمو كې خبرې كولې د ښار جوړولو وزارت ته وړانديز وكړ، چې د كابل په ديارلسو ولسواليو كې ښارګوټي جوړكړي، چې پلازمينې ته د خلكو د تګ راتګ او ګڼه ګوڼې په مخنيوي كې مرسته وكړي.
ښاغلى تقوا په اوسني حال كې كابل ښار يو نا معياره ښار ګڼي او وايي، يوازې د ځمكې لاندې او به يې د يو مليون تنو لپاره اټكل شوې دي.
