تازه خبرونه

د کابل ښار په ګذرګاه سیمه کې پر حکومتي کارمندانو چاودنه شوې

Published

on

د کابل د اوومې ناحیې د ګذرګاه پله په سیمه کې د یو حکومتي بنسټ پر کاستر موټر چاودنه شوې.

یوې سرچینې منلې، چې د کابل ښار د اوومې ناحیې په ګذرګاه سیمه کې د مرکزي احصائې د کارمندانو پر اړوند موټر، چې خیرخانې ته پر لاره و؛ چاودنه شوې ده.

پولیسو ویلي، چې په پېښه کې ۶یو ملکي وګړي ساه ورکړې او ۱۳ نور  ټپیان شوي، چې د یو شمېر سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د دوه ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دي.

د پولیسو د څرګندونو له مخې، چاودنه نن مازیګر ۳:۴۵ په یوه بایسکل کې له ځای پر ځای شویو چاودیدونکیو توکو رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د دوشنبې پر سهار د کابل ښار د ۴ ناحیې په کلوله پشته سیمه کې د اردو یو موټرهم د نښلیدونکي ماین په چاودنه کې پر نښه شوی، چې په کې درې کسان ټپیان شوي.

تر دې دمه هیچا د دغو بریدونو مسوولیت ندی منلی.

Trending

Exit mobile version