تازه خبرونه
د کابل ښار په یکه توت سیمه کې چاودنه شوې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د کابل د امنیه قومندانې ویاند حشمت الله ستانکزي آریانا نیوز ته په ډاگه کړه، چې دغه پېښه د کابل د نهمې حوزې د یکه توت په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د امنیتي چارواکو په وینا؛ نن له غرمې وروسته یوه نیمه بجه د کابل ښار د یکه توت په سیمه کې یو بریدگر خپل کرولاډوله موتر، چې چاودیدونکي توکي په کې ول د بهرنیو سرتېرو پر کاروان چولی دی.
په پېښه کې ۶ تنه ملکي وگړي ټپیان شوي، چې یو یې روغتون ته په لاره سا ورکړې ده.