تازه خبرونه
د کابل ښار په ۹ ناحیه کې ځانمرگی مرگ و ژوبله رامنځته کړه
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
راپورونه وايي، چې دا یو ځانمرگى بريد و او موخه یې د بریتانیا د سفارت د موترو کاروان و.
آریانا نیوز خبریال له سیمې وایي، چې چاودنه ډېره زوروره وه او يو شمېر موټر او پلورنځي يې زيانمن کړي دي.
دى وايي، چې د چاودنې له کبله يو شمېر کسانو ته هم مرگ و ژوبله اوښتې ده.
بلخوا د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وایي، چاودنه د کابل- جلال آباد پر لویه لار د قلعه وزیر په سیمه کې شوې، چې مرگ و ژوبله هم لري.
طالبانو د پېښې مسوولیت په غاړه اخیستی.