تازه خبرونه

د کابل ښار په ۹ ناحیه کې گمرک ته مخامخ موټر بم چاودنه شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

نن سهار څه ناڅه اووه بجې د کابل ښار په ۹ ناحیه کې گمرک ته مخامخ د یو تونس ډوله موټر پرمټ د بهرنیو ځواکونو پر کاروان برید شوی دی.

د پولیسو قوماندان جنرال ظاهر ظاهر وایي:

یو تونس ډوله موټر ، چې له چاودیدونکیو توکو ډک و د بهرنیو ځواکونو موټریز کاروان یې تر برید لاندې راوست

تر دې دمه یو ملکي وگړی وژل شوی او د امریکایي ځواکونو د یو ښوونکي په گډون څلور تنه ټپیان شوي دي.

د دغې پېښې د نورو تلفاتو په اړه تر دې دمه څه نه دي ویل شوي.

Trending

Exit mobile version