سیمه ییز خبرونه

د کابل ښار ځینو اوسیدونکيو د ښاروال د ژر گوښه كيدوغوښتنه وكړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کابل ښارځینې اوسیدونکی خبرداری ورکوی، چي که د پلازمېنی چاپېریال او د سړکونو بیا جوړولو ته پاملرنه ونشی؛ نو کابل به یو له ډېرو ککړو ښارونو څخه وشمېرل شي.
د کابل ښار یو شمیر او سیدونکي کابل ښاروال په دی برخه کې گرم بولي او د هغه د گوښه کیدو غوښتنه کوي.
دوی کابل ښاروال په فساد تورن کړاو له افغان ولسمشر حامد کرزی څخه يې د هغه د ډېر ژر گوښه کیدو غوښتنه وکړه.
په کابل کی ژوند کول خپلی ستو نزی لری؛ خو د واټونو خرابوالي دا ستونزه نوره هم زیاته کړې ده. په افغانستان کی له یوی لسیزی زیاد د نړیوالو ځواکونو په شتون کی میليونونه دالر د پلازمېنی د سړکونو پر جوړولو ولگيدې؛ خو اوس هم د کابل هرسړک او هره برخه هره ورځ د زرگونه موټرو د تلو راتلو شاهد وي او د واټونو خرابوالی د دې لامل شوي، چي د ليرې پرتو سیمو په څیر د نیم ساعت لاره باید په یوه ساعت کې ترسره شي.
د کابل ښارد وا ټونو د غه بد حالت په ښاركي د هوا د ككړ تيا او د چاپېريال د خرابوالي لا مل كيږي او نړۍ والو هم كابل د نړي په هغه لس پلازمېنو كي حساب كړى، چي ډېرككړ چاپېريال لري.
عبدالرازق د كابل ښارموټر چلوو نكى، چي نږ دي ۱۵ كاله كيږي له همدې لاري څخه خپلې كورنۍ ته روزي پيدا كوي وايي، چي د واټونو ژور خرابوالي مې حتا كوچنيانو ته د رزق پيدا كولو چاره له ستونزو سره مخ كړې؛ ځكه، چي نيمې گټلې پيسې مې بېرته په موټر لگول كيږي.
د كابل ښاروالۍ د ښاري پلان د پلي كيدو رييس محمدياسين نيازي وايي، هغه وا ټونه، چې له لږ وخت روسته تخريب كيږي ډيري يي د نړيوا لو مرستندويانو له خوا جوړشوي، چي د څارنې اوساتنې چاره يې هم د هغوى په غاړه ده.
د نوموړي په وينا، د كابل نږدي ۲ زره كيلومتر سړكونه بيا جوړولو ته اړتيالري، چي ميليونونو دالرو ته اړتيالري.
هغه زياتوي، چې د ټولو واټونو رغوني ته ښاروالۍ جادويي امسا په لاس كې نلري.
كه څه هم د كابل ښاروالۍ د دې مشكل اصلي لامل مرستندويان بولي؛ خو خلك بيا وايي، چې د پروژو په پلي كولو كي د فساد شتون د دې لامل شوي، چي دغه واټونه ژر خراب شي.

Trending

Exit mobile version