سیمه ییز خبرونه
د کابینې نه معرفي کیدل له ملي خیانت سره هیڅ تړاو نلري
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د تېرې چارشنبې په ورځ ولسي جرگې هڅه وکړه، چې ولسمشر د کابینې د نه معرفي کولو له کبله په ملي خیانت تورن کړي او په دې اړه یې د لاسلیکونو په راټولولو پیل وکړ.
د هېوادحقوقپوهان وايي، چې د کابینې نه معرفي کیدل له ملي خیانت سره هیڅ تړاو نلري او ولسمشرپه ملي خیانت تورنول هیڅ راز حقوقي اړخ نلري.
ویل کیږي د ولسي جرگې دولس غړیو دا وړاندیز لاسلیک کړی دی.
د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی وايي، چې د ولسي جرگې د غړیو دا گام د قانون خلاف دی.
د ولسي جرگې غړی فاروق نطري وايي، چې د جرگې ځیني غړي هڅه کوي په لوی لاس هېواد بحراني کړي.
د افغانستان د اساسي قانون له مخې که ولسمشر ملي خیانت وکړي، ولسي جرگه واک لري، چې د جرگې یو ثلث وړاندیز وکړي او دوه ثلثه يې تائيد کړي، چې بیا ولسمشر لویې جرگې ته معرفي شي.