تازه خبرونه

د کابینې په اعلان کې ځنډ کورني عواید کم کړي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مالیې وزارت مسوولین وایي، سږ کال له سل میلیارد افغانیو زیات عواید را ټول شوي دي؛ خو ټاکنیزو لانجو او د کابینې په اعلام کې ځنډ د دې سبب شوي چې کورني عواید د تېر کال په پرتله دېرش سلنه کم شي؛ خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولین وایي، د نوي حکومت په سلو لومړیو ورځو کې اقتصادي وضعیت د ټاکنو له مهاله ښه شوی دی او صادرات زیات شوي دي.

د مالیې وزارت ویاند عبدالقادر جیلاني وایي، سرپرست وزیران کاري واک نه لري او که کابینه کې نور ځنډ راشي، بې باوري به په ادارو کې را منځته شي او پانګه به ووځي.

بلخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامل پلاوي رییس عتیق الله نصرت وایي، د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو وروسته بهرنیو پانګوالو په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړی دی؛ خو د کابینې نه جوړېدو هغوي بې میله کړي دي.

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند د ملي یووالي د حکومت لومړنۍ سل کاري ورځې له بریاو ډکې بولي او وایي، چې اقتصادي وضعیت ښه شوی او سوداګر په زیاتې علاقې سره هېواد کې پانګونه کوي.

ویل کیږي چې سل لومړۍ ورځې مساوي دي د حکومت د ټولې کاري مودې له ۶ سلنې مهال سره، خو اوس لیدل کیږي چې د ملي یووالي حکومت نه دی توانیدلی د محدود کار نه پرته خپلې نورې ژمنې په دې موده کې عملي کړي.

Trending

Exit mobile version