تازه خبرونه

د کاراو ټولنیزو چار وزارت افغان کارگرو ته هېوادني پا سپورتونه ورکوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کاراو ټولنیزو چار وزارت به ډېر ژر هغو افغان کارگرو ته افغان پا سپورتونه ورکړي، چې په عربي متحده اماراتو او سعودي عربستان کې د گاونډ هېواد په ویزو کار کوي.

 دکار او ټو لینزو چارو وزارت وایی دسعودي عربستان چارواکو ورسره ژمنه کړې، چی ډېر ژر به له افغان دولت سره یو دا سې تړون لاسلیک کړي، چی له مخې به یې افغان کارگر وکولۍ شي، چې له افغانستان څخه په مستقیم ډول ویزه تر لاسه کړي.

اسلم حجاب رپوت راکوي، چې افغانان له تېرو شاوخوا شل کلونو راهیسی عربی متحده اماراتو او سعودي عربستان ته د کار لپاره د گاونډ هيواد پاکستان په پاسپورتونوسفرونه کوِ، چې له کبله یې افغان کارگر له گڼو ستونزو سره مخ دي. په داسې حال کې، چې د دغو کارکوونکیو شمېر ۳۰۰  زره ته رسیږي.

دکار او ټونیزو چار وزارت ویاند علی افتخاري وایي:

د دغه کارگرانو ډېره گټه د پاکستان حکومت ته رسیږِي، چې له افغان پاسپورت له ترلاسه کولو وروسته به یې گټه افغان حکومت ته ورسیږي.

نوموړی خبرداری ورکوي، چې له دې وروسته به ټول هغه افغان کارگران، چې غواړي په متحده عربي امراتو او یا سعودي عربستان کې کار وکړي؛ نو په افغانستان کی به ورته په آسانۍ  ویزه ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو ۱۳ کلونو کې خیلج میشتو افغان کارگرانو په ځلونو له افغان حکومت څخه دغه غو ښتنه کړي وه” خو کومي پایلي ته ونه رسیدل.

Trending

Exit mobile version