تازه خبرونه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سږ کال له ۳۴ زره ډېر د کار جوازونه وېشلي

نوموړي ویلي؛ د لومړۍ ربعې پر پرتله د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار جوازونو په وېش کې ۶۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

Published

on

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال په دوه‌یمه ربع کې ۳۴ زره ۶۰۴ قطعې د کار جوازونه ووېشلي او له دې لارې عواید یې را ټول کړي دي.

نوموړي ویلي؛ د لومړۍ ربعې پر پرتله د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار جوازونو په وېش کې ۶۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د کارو ټولنیزو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛  ۲۴ زره ۷۶۷ نرینه او ۸۷۱ ښځینه‌وو ته په امارتي ادارو، ۶ زره ۲۱۶ نرینه او ۱۶ سوه ۲۸ ښځینه‌وو په خصوصي سکټور او همدارنګه ۱۱ سوه ۲۲ بهرني وګړي په بېلابېلو برخو کې پر رسمي دندو ګمارل شوي دي.

ویل کیږي، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د روان کال په لومړۍ ربع کې هم ۲۲ زره ۴۲۷ قطعې د کار جوازونه وېشلي وه.

Trending

Exit mobile version