سیمه ییز خبرونه
د کار له قانون څخه سرغړونې روانې دي
د کار اوټولنیزو چارو وزارت وایي، په دولتي او نادولتي ادارو کې د کار له قانون څخه سرغړونې رواني دي. مسئولين وايي، له دې وروسته به له سرغړوونكو سره قانوني چلند وكړي.
دا په داسې حال كې ده د كار او ټولنيزو چارو وزارت د كار په قانون كې ځيني تعديلونه راوستي، چې وايي ډېر ژر به يې عدليې وزارت ته واستوي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په دولتي او نادولتي ادارو كې د كار د قانون د عملي كېدو د څارنې لپاره خپلو كاركوونكو ته روزنه وركوي.
د كار او ټولنيزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو مرستیال واصل نور مهمند وايي:
دا هڅه يې وروسته له هغې پېل كړې، چې په دولتي او نادولتي ادارو كې د كار قانون ته د نه پاملرنې معلومات يې تر لاسه كړل.
د كار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال زياتوي، چې د اړتيا له مخې يې د كار په قانون كې ځينې تعديلونه هم راوستي دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مسئولینو په وېنا اوس هم په هېواد كې ۱،۲میليونه ماشومان په ناقانونه كارونو لګيا دي.
دغه راز د مسئولينو په وېنا ۶ ميليونه نور ماشومان له بېلا بېلو ستونزو لكه د سر سيوري نشتوالى، اقتصادي ستونزو، قاچاق او له تعليم څخه د وروسته پاتې كېدو سره مخامخ دي.
دا په داسې حال كې ده، چې په افغانستان كې د بې كارۍ له كبله زياتره ځوانان، چې د كار قوه بلل كېږي بهرنيو هېوادونو ته د كارموندنې لپاره له خطره ډك سفرونه كوي.