تازه خبرونه

د کار نه شتون ځوانان له ترهګرو سره یو ځای کیدو ته اړ کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

یو شمېرځوانان، چې د ملګرو ملتونو د  پروګرامونو د ورته والي په غونډه کې راټول شوي وایي، د پروګرامونو او کار نه شتون ځوانان له ترهګرو سره یو ځای کیدو ته اړ کړي او سیاستوال یې د  قدرت د جزیرو په توګه کاروي.

له بېلابېلو قومونو سره تړاو لرونکي ځوانانو غواړي؛ خپلې زدکړې او تجربې ګډې کړي. دوی له یوې خوا  د یو او بل زغم تجربه کوي او بلخوا  هیله من دي، چې د ملګرو ملتونو له هڅو سره بلد شي.

په ولسي جرګه کې د غزني استازې شاه گل رضایي وایي،  ځوانان باید نور د سیاستوالو تر منځ د وسیلې په توګه ونه  کارول شي.

افغان دولت د ځوانانو شته ستونزې د نورو له لاسوهنو سره تړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال کمال سادات وایي، که هېواد ته مو جنګ غوښتونکي یا جګړه مار او ځانمرګي رالیږي؛ باید وپوهیږي، چې افغانستان به یې ادیره وي.

پر حکومت هم له دې کبله  نیوکې کیږي، چې د ځوانانو لپاره منظم پروګرامونه او کار نه لري.

په ولسي جرګه کې د کابل استازي عبدالقادر ځاځي په ډاګه کړه، چې ځوانان باید د درواغجنو سیاستمدارانو پر درواغو ونه غولیږي او نه دې ورسره په لاریونونو کې ګډون کوي.

نوموړي دا هم وویل، چې ځوانان باید د ټاکنو پر ورځ له ځوانانو سره څنګ په څنګ په ټاکنو ک برخه واخلي او په دې ورځ دې په کور کې له کښیناستو ډډه وکړي.

مخکې له دې په یوه رپوت کې ویل شوي وه، چې ترهګر له ځوانانو او تنکیو ځوانانو څخه د واټ  پر غاړو د ماینونو په ښخولو کې کار اخلي او دغه راز هغوی ځانمرګو بریدونو ته هڅوي.

Trending

Exit mobile version