پرمختګ او بشپړتیا

د کاسا-۱۰۰۰ د برښنا لیږد پروژې عملي کار پرانستل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کاسا-۱۰۰۰  د برښنا لیږد پروژې عملي کارد پنجشبې په ورځ(د ۱۳۹۵ ل کال د غویي ۲۳) د افغانستان د ملي وحدت حکومت د اجرائیه رییس عبدالله عبدالله، د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف، د تاجکستان د ولسمشر امام علی رحمان او د قرغزستان د لومړي وزیر سارنبای جین بیکوف په ګډون رسماً پرانستل شو.

 له مرکزي آسیا څخه جنوبي آسیا ته د کاسا- ۱۰۰۰ پروژې د برښنا لیږد د پرانستې مراسم د تاجکستان پلازمېنې ته نږدې پیل شول او د اړوند هېوادونو مشرانو په کې ویناوې وکړې.

 ټاکل شوې ده ، چې دغه پروژه به تر ۲۰۱۸ زیږدیز کاله پورې بشپړه شي.

 کاسا- ۱۰۰۰ پروژه افغانستان، پاکستان، تاجکستان او قرغزیستان هېوادونه نښلوي.

 تاجکستان او قرغزیستان د دغې پروژې پر بنسټ افغانستان او پاکستان ته یو زر و درې سوه میګاوات برښنا برابروي.

یو ملیارد و دوه سوه میلیون دالر مالي لګښت ورته منل شوی؛ څه نا څه۴۰۰میلیون یېدافغانستان ونډه ده، چي د نړیوال بانک له خوا ورکول کیږی.

د دې پروژې ټول مالی لګښت د نړیوال بانک، د آسیا پرمختیایی بانک، د امریکا پرمختیایی اداري او یو شمېر نوروبنسټونو له خوا ورکول کیږي.

د تاجکستان جمهور رییس امام علی رحمان د پروژې د کار پیل د سیمی د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا نوی پړاو بولي.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس وایي، افغانستان به د کال څلوېښت میلیون دالر عاید ولري او ۳۰۰ میګاوات برښنا به ځانته لګوي.

که څه هم دپروژي د کار د پرانستلو پرمهال د نړیوال بانک چارواکو د پروژي د پلي کیدو په برخه کې له امنیتي ستونزو اندېښنه څرګنده کړه؛خو بیا هم هیله څرګندوي، چي د دې  پروژې کار به د ۲۰۱۷کال تر پایه پورې بشپړ او ګټي اخستني ته وسپارل شي.

دغه راز ویل کیږي، چې که چارې بشپړې تر سره شي؛ له ودې او پراختیا سره به یې هند ته هم برښنا ولیږدول شي. 

 د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبدالله او د انرژۍ او اوبو وزیر له یو

شمېرنورو دولتي مسوولینو سره تاجکستان ته تللي او د دې پروژې د عملي کار سند هم د افغانستان په استازیتوب لاسلیک شو. 

Trending

Exit mobile version