تازه خبرونه
د کال تر پایه ممکن یو میلیون نور افغانان هم له ایران څخه هېواد ته راستانه شي
په افغانستان کې د سره صلیب استازي ویلي؛ په دې وروستیو ورځو کې له ایران څخه د راستنېدونکو کډوالو بار وړونکي بسونه د هرات ولایت د اسلامکلا سرحد ته راننوتي دي.
سره صلیب د سېشنبې پر ورځ (د چنګاښ پر اووهلسمه) خبرداری ورکړ؛ ممکن د کال تر پایه نور یو میلیون افغانان له ایران څخه افغانستان ته راستانه شي، چې د جبري راستنېدا دا نوې څپه په بحران ځپلي هېواد کې د مرستې پر بېخبنا فشار دوه چنده کړي.
په افغانستان کې د سره صلیب استازي ویلي؛ په دې وروستیو ورځو کې له ایران څخه د راستنېدونکو کډوالو بار وړونکي بسونه د هرات ولایت د اسلامکلا سرحد ته راننوتي دي.
هغه په ژنیو کې یوې خبري غونډې ته ویلي: “مونږ اټکل کوو، چې د کال تر پایه پورې، شاید یو میلیون یا حتا ډېر نور کډوال به افغانستان ته راستانه شي.”
هغه د خلکو د برخلیک په اړه اندېښنه څرګنده کړه، چې ډېر یې جبري راستانه شوي او زیاتوي: “ډېرو د بېرته راستنېدا په پرېکړه کولو کې هیڅ غوراوی نه درلود؛ دوی په بسونو کې اچول شوي او پولې ته رالېږدول شوي دي.”
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د څرګندونو له مخې؛ د روان کال له پیله څه نا څه ۱.۲ میلیون خلک افغانستان ته راستانه شوي، چې دا بهیر د ایران او اسرائیل ترمنځ له وروستیو نښتو وروسته چټک شوی دی.
افغانستان د نړۍ یو له خورا بد بشري بحران سره مخ هېواد دی او مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی، چې له ایران څخه د راستنېدونکو مهاجرو زیاتوالی، د سلګونه زرو نورو سره، چې د پاکستان تر فشار لاندې راستانه شوي؛ کولی شي د افغانستان نازک وضعیت نور هم خراب کړي.
سره صلیب ویلي، چې له راستنېدونکو سره د مرستې لپاره د غوښتل شوي ۳۱.۴ میلیون ډالرو څخه یوازې ۱۰ سلنه ترلاسه شوي، چې له دوی څخه د ملاتړ د دوام په اړه شکونه راپورته کوي.
دغه راز د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویاند بابر بلوڅ ویلي، چې هره ورځ لسګونه زره خلک له ایران څخه افغانستان ته ننوځي، چې یوازې د جولای پر څلورمه له ۵۰ زره څخه ډېر کسان له پولې راتېیر شوي دي.