تازه خبرونه

د کاناډا لومړی وزیر ښايي استعفا وکړي

د دغه راپور له مخې، چې د یکشنبې پر ورځ (د مرغومي شپاړلسمه) خپور شوی؛ تر اوسه د ټروډو د استعفا د اعلان دقیق وخت ندی معلوم، خو ښایي د چارشنبې پر ورځ د ملي فراکسیون ګوند له کلیدي غونډې مخکې وشي. دا هم څرګنده نده، چې آیا ټروډو به سمدستي استعفا وکړي یا د نوي مشر تر ټاکل کیدو پورې د لومړي وزیر په توګه پاتې شي.

Published

on

ګلوب انډ میل راپور ورکړی؛ د کاناډا لومړی وزیر جاسټین ټروډو ښایي، چې د چارشنبه پر ورځ د ملي فراکسیون ګوند له ناستې مخکې خپله استعفا اعلان کړي.

 

دغه ۵۳ کلن کاناډایي سیاستوال په ۲۰۱۳ کال کې هغه مهال د لیبرال ګوند مشري پر غاړه واخیسته، چې ګوند یې په کړکېچن حالت کې و او د لومړي ځل لپاره د کاناډا په ولسي جرګه کې درېیم ځای ته ستون شو.

د هغه استعفا به ښایي د چټکو ټاکنو لپاره د نویو غوښتنو لامل شي او یو داسې حکومت رامنځته شي، چې په راتلونکیو څلورو کلونو کې د ډونالډ ټرمپ له حکومت سره تعامل وکړي.

د یوې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د کاناډا لومړي وزیر د مالیې وزیر ډومینیک لیبلانک سره د ګوند د لنډمهالي مشرتابه او د صدراعظمۍ د اخیستلو پر احتمال خبرې کړې دي. په هرصورت سرچینې زیاته کړې، چې دا غوراوی به هغه مهال شونی وي، چې لبلانک د ګوند مشرتابه لپاره ځان نوماند کړي.

د رویټرز د راپور له مخې ټولپوښتنې ښیي؛ د ټروډو استعفا به لیبرال ګوند په داسې وخت کې له دایمي مشره بې برخې کړي، چې د اوکټوبر په راتلونکیو ټاکنو کې محافظه کارانو ته ټاکنې وبایلي.

رویټرز د یوې سرچینې د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د کاناډا لومړی وزیر جاسټن ټروډو ښایي ډېر ژر استعفا اعلان کړي؛ خو تر اوسه یې وروستۍ پرېکړه نده کړې.

Trending

Exit mobile version