سوداگري
د کانونو او پټرولیم وزارت د څه باندې ۱۰ میلیون ډالرو پر ارزښت اومه تېل داوطلبۍ ته وړاندې کړل
د افغانستان کانونو او پټرولیم وزارت د ۱۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۲۰ زره ټنه اومه تېل پلورلي دي.
د دغه وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور نن (یکشنبه د غبرګولي شلمه) د داوطلبۍ په مراسمو کې ویلي، چې دغه اندازه تېل د امو د تېلو له حوزې د انګوت له سیمې را ایستل شوي او پر یوه کورني شرکت وپلورل شول.
شهاب الدین دلاور زیاته کړې؛ ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکي کې د هرات ولایت پر ۲۳ زره کیلومټره مربع مساحت د تېلو او ګازو د ۱۱ بلاکونو د استخراج او اکتشاف قرارداد هم داوطلبۍ ته وسپارل شي.
د دلاور د څرګندونو له مخې؛ د پکتيکا ولايت د کټواز له سيمې څخه د تېلو د استخراج قرارداد هم کیږي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د اصولو پر بنسټ ګټونکي شرکتونه اړ دي، چې اومه تېل په هېواد کې دننه پروسس کړي. د تېلو د پروسس په بهیر کې به ځینو ته د کار زمینه هم برابره شي.
دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ويلي؛ دوی ژمن دي، چې د کانونو په استخراج کې له تخنیکي او مسلکي کسانو کار واخلي.
