تازه خبرونه
د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي د ترکیې له سفیر سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي د ترکیې او افغانستان ترمنځ د ښو، اوږدمهاله او دوستانه اړیکو په اړه خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي هدایت الله بدري د چارشنبې پر ورځ ( د وږيڅوارلسمه ) په کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال او مل پلاوي سره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي د ترکیې او افغانستان ترمنځ د ښو، اوږدمهاله او دوستانه اړیکو په اړه خبرې وکړې.
په دې کتنه کې جنک اونل ویلي: ترکیه به د افغانستان له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي او د دغه هېواد له سوداګرو غواړي، چې د افغانستان په کاني زیرمو کې پانګونه وکړي.
هغه زیاته کړې، چې ترکي ۷۷خصوصي شرکت به خپل عملي کار پیل کړي او همدارنګه یې له تېرو درې کلونو راپدېخوا په بېلابېیلو برخو کې په ځانګړي ډول د امنیت په خوندي کولو کې یې د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستایلې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ویلي: دا وزارت له ټولو ملي او نړیوالو پانګوالو غواړي، چې د افغانستان د کانونو په سکټور کې پانګونه وکړي؛ ځکه، چې د دوی لپاره د پانګونې زمینه برابره شوې او ترکي پانګوال کولی شي د افغانستان د نفتو او ګازو په سکټتور کې پانګونه وکړي.
