سوداگري

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي له چینايي، روسي او افغان پانګوالو سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۵, ۱۴۰۲)

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور د پنجشنبې پر ورځ (د سلواغې پېنځمه) په کابل کې له یو شمېر چینايي، روسي او افغان پانګوالو سره وکتل.

د کانونو او پټرولیم وزارت څرګنده کړې، د دې ناستې پر مهال د هېواد د کاني زېرمو په سکتور کې د پانګونې د فرصتونو په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې شوې دي.

د یادې خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د روسیې پانګوال د افغانستان د کانونو په ځانګړي توګه د نفرایټ، لاجورد او مرمر په برخه کې له پانګونې سره لیوالتیا څرګنده کړه.

​ویل کیږي، چې اسلامي امارت د هېواد په کاني زېرمو کې د ټولو هېوادونو له پانګونې هرکلی کړی او پانګوالو ته به په دې برخه کې اسانتياوې رامنځته کوي.

Trending

Exit mobile version