Connect with us

تازه خبرونه

د کانونو او پټرولیم وزیر او د قطر سفیر د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې

د کانونو او پټرولیم وزارت ويلي، دواړو لوریو د افغانستان او قطر ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو او د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې.

خپور شوی

د

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري په افغانستان کې د قطر له سفیر مردوف بن علي القاشوطي سره د پانګونې پر فرصتونو بحث او خبرې کړې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ويلي، دواړو لوریو د افغانستان او قطر ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو او د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې.

دواړو لوریو د تېلو او ګازو په برخو کې د پانګونې پر فرصتونو او د اومه تېلو د چاڼولو لپاره د یوه معیاري تېل‌چاڼځي د جوړولو پر څرنګوالي هم بحث کړی دی.

هدایت‌الله بدري په دغو برخو کې د قطر د پانګونې له لېوالتیا هرکلی وکړ او د کانونو او پټرولیم وزارت د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې څرګند کړ.

تازه خبرونه

ازبکستان د افغانستان د اوړو په بازار کې د روسیې او قزاقستان د ځای نیولو په لټه کې دی

د قزاقستان د صنعتي سرچینو د څرګندونو له مخې، ازبکستان په ۲۰۲۵ز. کال کې پېنځه هېوادونو ته شاوخوا ۱.۶ میلیون ټنه اوړه، چې ارزښت یې ۴۴۱.۷ میلیون ډالرو ته رسېږي، صادر کړي دي.

Published

on

 

ازبکستان افغانستان ته د اوړو د صادراتو پر زیاتولو په بازار کې خپل ځای پیاوړی کړی او له قزاقستان او روسیې سره یې سیالي زیاته کړې ده.

د قزاقستان د صنعتي سرچینو د څرګندونو له مخې، ازبکستان په ۲۰۲۵ز. کال کې پېنځه هېوادونو ته شاوخوا ۱.۶ میلیون ټنه اوړه، چې ارزښت یې ۴۴۱.۷ میلیون ډالرو ته رسېږي، صادر کړي دي.

افغانستان د دغو صادراتو نږدې ټولې جوپې جذب کړې دي.

د قزاقستان د غلو او دانو د پروسس کوونکو ټولنې د بنسټ‌اېښودونکو پلاوي مشر یوګني ګان ویلي، چې افغانستان ته د دغه هېواد د اوړو صادرات په ۲۰۲۵ز.کال کې د تېر کال پر پرتله شاوخوا ۲۰۰ زره ټنه کم شوي دي.

د راپور له مخې، د ازبکستان د اوړو د سیالۍ وړتیا د زیاتېدا یو مهم لامل د لېږد ټیټ لګښتونه او په هغو لارو کې د ټرانزیټي تعرفو نشتوالی دی، چې دغه هېواد یې کاروي. دې چارې ازبک تولیدوونکو ته زمینه برابره کړې، چې د افغانستان بازار ته اوړه پر وړ بیه وړاندې کړي.

دغه راز د ازبکستان د اوړو کارخونې تر ډېره پر هغو غنمو تکیه دي، چې له قزاقستان څخه واردېږي او بیا یې یوه برخه په ازبکستان کې له پروسس وروسته بېرته د اوړو پر بڼه د افغانستان بازار ته وړاندې کېږي.

د قزاقستان او روسیې پر صادرونکو فشار

دې بهیر د قزاقستان د غلو او دانو د پروسس کوونکو لپاره ستونزې رامنځته کړې دي؛ ځکه هغوی په افغانستان کې د خپل دودیز صادراتي بازار یوه برخه له لاسه ورکوي.

روسي صادرونکي هم په دې بازار کې له سیالۍ سره مخ دي او هڅه کوي، چې خپل بدیل بازارونه د بېلګې په توګه چین ته پراخ کړي.

د افغانستان د اوړو په بازار کې د سیالۍ زیاتوالی ښيي، چې د لېږد لګښتونه، د پروسس ظرفیت او سوداګریزو لارو ته لاسرسی په سیمه کې د بیو او بازار د ونډې په ټاکلو کې مهم رول لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

سعودي عربستان له افغانستان سره د لمریزې او بادي برښنا په پراختیا کې د همکارۍ ژمنه وکړه

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس آخوندزاده سعودي عربستان ته په خپل سفر کې د دغه هېواد د انرژۍ وزارت له مرستیال محمد ابراهیم سره لیدلي دي.

Published

on

 

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر پر مشرۍ پلاوي له سعودي عربستان سره د لمریزې او بادي برښنا په برخو کې د ګډې همکارۍ د پراختیا لپاره له سعودي چارواکو سره خبرې کړې دی.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس آخوندزاده سعودي عربستان ته په خپل سفر کې د دغه هېواد د انرژۍ وزارت له مرستیال محمد ابراهیم سره لیدلي دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، دواړو لوریو په دې لیدنه کې د لمریزې او بادي برښنا په برخو کې د همکاریو پر پراختیا، د تخنیکي تجربو پر تبادلې او د ګډې همکارۍ پر پیل خبرې کړې دي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت مرستیال او د دغه هېواد تخنیکي مسوولان افغانستان ته پر رسمي سفر بللي او سعودي چارواکو هم دا بلنه منلې ده.

سعودي چارواکو ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد مسوولان او تخنیکي ډلې افغانستان ته سفر وکړي، چې د انرژۍ په برخه کې شته فرصتونه وارزوي او د ګډې همکارۍ د عملي کولو پر لارو چارو خبرې وکړي.

دا خبرې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د لمریزې او بادي برښنا په ګډون د نوې کېدونکې انرژۍ د سرچینو پراختیا کولی شي په افغانستان کې د برښنا د تولید ظرفیت لوړ او د انرژۍ په برخه کې د پانګونې زمینه برابره کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند او روسیې د افغانستان او پاکستان پر امنیتي ستونزو خبرې وکړې

د هند بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا غونډه د چارشنبې پر ورځ( د تلې دوه‌ویشتمه ) د هند د ملي امنیت د مرستیال سلاکار پاوان کپور او د روسیې د امنیت شورا د منشي د مرستیال الکساندر وندیکتوف پر ګډه مشرۍ ترسره شوه.

Published

on

 

هند او روسیې په نوي ډیلي کې نه یوازې د افغانستان او پاکستان په اړه د امنیتي خبرو د اووم پړاو غونډه ترسره کړه، بلکې د سیمې امنیتي بدلونونه او پر نړیوال امنیت د هغو اغېزې یې هم څېړلي دي.

د هند بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا غونډه د چارشنبې پر ورځ( د تلې دوه‌ویشتمه ) د هند د ملي امنیت د مرستیال سلاکار پاوان کپور او د روسیې د امنیت شورا د منشي د مرستیال الکساندر وندیکتوف پر ګډه مشرۍ ترسره شوه.

د راپور له مخې، دواړو لوریو د ګډو ګټو د بېلابېلو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان او پاکستان اړوند امنیتي بدلونونو اندونه وړاندې کړل او د هند او روسیې د ځانګړې او ممتازې سټراټیژیکې ملګرتیا په چوکاټ کې یې د روانو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

الکساندر وندیکتوف د خپل سفر په لړ کې د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال سره هم لیدلي دي.

روسیه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړې د اواري لپاره مرستې ته چمتو ده

دا خبرې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ روان دی او مسکو د شخړې د پای ته رسولو په برخه کې د مرستې چمتووالی ښودلی دی.

د اوکټوبر پر پېنځمه د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ له غونډې وروسته، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وه، چې که دواړه لوري غوښتنه وکړي، مسکو مرستې ته چمتو دی.

کابلوف ویلي: « روسیه چمتو ده، چې د دې شخړې د پای ته رسولو لپاره پر هره ممکنه او منل شوې لاره مرسته وکړي.»

هغه زیاته کړې، مسکو کولی شي خپلواکه یا له خپلو شریکانو سره پر همغږۍ اقدام وکړي.

هند د افغانستان له ملي حاکمیت څخه خپل ملاتړ بیا څرګند کړ

هند د اوکټوبر پر پېنځمه په مسکو فارمټ کې یو ځل بیا د افغانستان د ملي حاکمیت، یووالي او ځمکني بشپړتیا ملاتړ څرګند کړ او د افغانانو د هوساینې لپاره یې پر پرله‌پسې ژمنتیا ټینګار وکړ.

د هند او روسیې ترمنځ وروستۍ خبرې د دواړو هېوادونو لپاره یو دوه‌اړخیز چوکاټ برابروي، چې د افغانستان او پاکستان د امنیتي وضعیت په اړه خپل نظرونه او ارزونې سره شریکې کړي.

دا بحثونه په سیمه کې د افغانستان اړوند امنیتي موضوعاتو ته د سیمه‌ییزو قدرتونو د پاملرنې ښکارندويي کوي. دا په داسې حال کې ده، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د کړکېچ د اواري لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!