تازه خبرونه
د کانونو د غیر قانوني کېندنو مخه دې ونیول شي – هدایت الله بدري
د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې هدایت الله بدري د شرکتونو له مسوولینو او ځايي خلکو سره په کتنه کې ویلي، چې د کانونو غیر قانوني کېندنې ته اجازه نشته او ټول شرکتونه اړ دي، چې د قانون له مخې قراردادونه لاسلیک کړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي هدایت الله بدري بدخشان ولایت ته په خپل سفر کې د دفاع وزارت له ستر درستیز فصیح الدین فطرت او د بدخشان والي له مرستیال سره په کتنه کې د کانونو د غیر قانوني استخراج پر مخنیوي ټینګار وکړ او له سیمهییزو چارواکو یې وغوښتل، چې په دې اړه همکاري وکړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې هدایت الله بدري د شرکتونو له مسوولینو او ځايي خلکو سره په کتنه کې ویلي، چې د کانونو غیر قانوني کېندنې ته اجازه نشته او ټول شرکتونه اړ دي، چې د قانون له مخې قراردادونه لاسلیک کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د کانونو او پټروليم وزارت د سرو زرو د ومنځلو او مسلکي کانونو د استخراج لپاره يوه هر اړخيزه کړنلاره چمتو کړې او کانکېندونکي کولى شي، چې د بدخشان د کانونو او پټروليم له رياست څخه خپل جوازونه ترلاسه او د قانون له مخې خپل کار وکړي.
د کانونو وزارت چارسمبالي ټینګار کړی، چې د کانونو د غیر قانوني استخراج اجازه به هیچا ته ورنکړي او له سرغړونکیو سره به قانوني چلند وشي.
