تازه خبرونه
د کانونو د قانوني استخراج لوی خنډ امنیتي ستونزې دی- صبا
د ولسي جرگې د دوشنبي غوندي ته د کانونو وزیر د لویو او کوچنیو کانونو د قراردادونو او په کانونو کې د غیرقانونی کیندنو له کبله استجواب شو.
د ولسي جرگې غړي وايي، چې کانونه د ملت سرمایه ده؛ خو په تاسف، چې د زورواکانو لخوا کاني شتمنۍ غلاکیږي.
په ولسي جرگه کې د بدخشان استازې فوزیه کوفي وایي:
تاسې ویلی وه، چې معادن د مافیا له منگولو خلاصوئ؛ معادنونو خلکو ته هوساینه نه، بلکی جنجال جوړ کړی او د لاجوردو له کان څخه به کله د خلکو په گټه وکارول شي.
په ولسي جرگه کې د کابل استازي رمضان بشردوست ټینگار وکړ، چې په کانونو کې فساد خلکو ته ستونزې جوړې کړي. نه یوازې دا، چي د خلکو دسترخوان ته یې بدلون ورنه کړ؛ هر ورځ د دین او دیموکراسۍ په نوم د خلکو وینه تویږي.
د کانونو وزیر داوود شاه صبا وايي، چې د مدیریت د نشتوالي او د قوانینو او قرار دادونو د نیمگړتیا له کبله کانونه د لوټ او تالا ن سره مخ دي.
ښاغلي صبا وایي؛ زه دا منم، چې له کانونو غلا کیږي او گرانې ډبرې له سرحده لیږدول کیږي، خو مونږ مسوولیت لرو، چې د قوانیو او مقررو په تنظیم د لوټ او تالان څه نا څه مخه ونیسو.
د کانون وزیر د کانونو په استخراج کې امنیت ډېر اړین بولي او وايي، چې همدا اوس د امنیت له پاره داعیش لوی گواښ دی.
د نوموړي په وینا؛ داعیش د اقتصادی سیمو په لټه کې دي، چې هغه کانونه دي او افغانستان داسې ډېرې اقتصادي سیمې لري.
د کانونو وزیر ژمنه وکړه، چې د امنیتي سکتور په همکارۍ به د کانونو د امنیت لپاره امنیتی طرح جوړ کړي.
د کانونو وزیر وايي چې همدا اوس 339 تړونونه لاسلیک شوي؛ خو د ظرفیت د نشتوالی له کبله مونږ ترې څارنه نشو کولی.
دا په داسې حال کې ده، چې د حکومت ټول کارونه له امنیتي گواښونو سره مخ دي.
خبریال: عبدالعزیزکریمي.