سیمه ییز خبرونه
د کانونو د قانون تصویب ته جدي اړتیا ده
د كانونو او پترولیم وزارت له ملي شورا غواړي، چې د كانونو قانون ژر تصويب كړي. د دې وزارت د مسئولينو په وېنا، دا قانون د هېواد په اقتصاد مستقيم اغيز لري، چې يو كال مخكې د دې قانون مسوده ملي شورا ته د تصويب لپاره استول شوې ده.
د كانونو وزارت د كانونو د قانون مسوده، چې يو كال مخكې ملي شورا ته د تصويب لپاره استول شوې، د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهمه بولي.
د کانونو او پترولیم وزارت ویاند رفیع صدیقی وايي:
روانو حالاتو ته په كتو افغانستان د دې قانون تصويب ته زياته اړتيا لري.
د كانونو وزارت ویاند همدارنګه وايي، د دې لپاره، چې طبيعي زيرمو ته بهرني پانګوال جلب شي، د دې قانون تصويب يوه جدي اړتيا ده.
ښاغلى صديقي له ملي شورا غواړي، چې دا قانون ژر تصويب كړي.
بلخوا د ولسي جرګې غړي شېرولي وردګ او غلام حسین ناصري وايي، په نږدې راتلونكې كې به د كانونو د قانون مسوده د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شي.
د امريكا د ځمكې پېژندنې د ادارې په وېنا، د افغانستان د طبيعي زيرمو او كانونو ارزښت درې تريليون ډالرو ته رسېږي.