سیمه ییز خبرونه

د کانونو د قانون له تصویب سره د زورواکانو ګټې له خطر سره مخامخ کېږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

که چېرې د افغانستان د کانونو قانون تصویب شي د یو شمېر زور واکو ګټي به له خطر سره مخامخ شي.

له دې سره یو شمېر سیاسي او د پانګونې کارپوهان د یاد مطلب په وېلو سره وایي، چې د کانونو د قانون تصویب کېدل د هېواد په ګټه دي او غواړي، چي باید دا قانون ژر تر ژره د ولسي جرګې لخوا تصویب شي.

د ملي شورا لخوا د کانونو د قانون نه تصویب کېدل په دې وروستیو کې د خلکو او یو شمېر اقتصادي کارپوهانو په منځ کې یو لړ اندېښنې را ولاړې کړي.

له بل لوري د ولسې جرګې غړي عبدالروف انعامی او حبیبه دانش وایي، چې ملي شورا پرېکړه کړې، چې یاد قانون په نږدې راتلونکي کې تصویب کړي.

د هېواد کارپوهان په دې آند دې، چې که دا قانون تصویب شي په هېواد کې به د بهرنیو پانګوالو پام به زیات د افغانستان په لور را واوړي.

Trending

Exit mobile version