تازه خبرونه
د کانونو وزارت چارسمبالی د انرژۍ په نړیوال فورم کې د ګډون په موخه روسیې ته ولاړ
د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هدایت الله بدری او ورسره پلاوی به د درې ورځو لپاره په روسیه کې وي.
د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالی هدایت الله بدری د روسیې د انرژۍ نړیوال فورم په اووم نندارتون کې د ګډون لپاره د چارشنبې پر ورځ هغه هېواد ته ولاړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هدایت الله بدری او ورسره پلاوی به د درې ورځو لپاره په روسیه کې وي.
د کانونو او پټرولیم وزارت له چارسمبالي سره په دې سفر کې لوی تخنیکي سلاکار وحیدالله حلیمي، د دې وزارت د دفتر عمومي رئیس محمد معراج معراج، د هایدرو کاربنونو د تنظیم عمومي رییس محمد طارق او د اماراتي تېلو او ګازو شرکت رییس محمد نصر رحیمي حسن ملتیا کوي.
د يادونې ده، چې د روسيې د انرژۍ نړيواله اوومه غونډه د تلې له پېنځمې څخه تر اوومې پورې په مسکو کې ترسره کیږي.