تازه خبرونه
د کانونو وزارت ۶۸ کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کوي
د افغانستان د کانونواو پطرولیم وزارت ویلي؛ د ۶۸ کانونو دداوطلبۍ موضوع د اقتصاد عالي شورا منلې او تر دې دمه په ۲۳ ولایتونو کې ۱۰۸ کانونه ځانګړي شوي، چې ۸۰۰ میلیون افغانۍ پانګونه پرې کیږي.
د کانونو او پترولیم وزارت مسوولینو ویلي؛ د کوچنیو کانونو د استخراج ولسی بهیر د پيل ترڅنګ خصوصي سګتور ته یې هم د پانګونې د بهیر ساده کولو لړۍ په پام کې نېولې ده.
د کانونو او پترولیم وزیر محمد هارون چخانسوري زیاتوي؛ هغو کانونو ته به ډېره پاملرنه راواړول شي ، چې د دولت خزانې ته عواید راوړي.
دی زیاتوي، چې د راتلونکي میلا دي کال له پيل سره د بلخ، شبرغان د ګاز پایپ د جوړونې تر څنګ به د تاپي پروژې عملی چارې هم پيل شي.
د کانونو او پترولیم وزیر محمد هارون چخانسوري وایي: مونږ پر هغو کانونو ډېر تمرکز کوو، چې کولی شي عواید مو زیات کړي. د کانونو استخراج مو په درې برخو کې روان دی؛ مونږ غواړو، چې لومړی کوچنی او دوه یم منځني، درېیم لوی کانونه د ځانکړي حقوقي پرو سیجر له مخې استخراج کړو.
د خصوصي سکتور غړيو ویلي؛ که د کانونو وزارت لخوا د کانونو د استخراج قانوني ستونزې حل شي، بېروکراسي کمه شي، د فساد مخنیوی وشي دوی چمتو دی، چې د هېواد د کانونو په سکتور کې په لویه کچه پانګونه تر سره کړي.
د اوسپنې ویلي کولو ټولنې غړی عبدالنصیر رشتیا وایي: خصوصی سکتو حاضردی، چې پانګونه وکړي؛ خو خصوصی سکتور هم خپلې غوښتنې لري، چې حکومت باید همکاري وکړي. مونږ هم کانونو ته اړتیالرو او د استخراج وړتیا یې هم لرو؛ خو حکومت همکاری نکوي.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم په دې باور دي، چې د افغانستان د کانونو استخراج به په هېواد کې د فقر د لمنځه تللو، د شغل د پیدا کیدلو او اقتصادي پراختیا لامل شي.