تازه خبرونه

د کانونو په پروژو کې د کورنیو سرچینو د کارولو په اړه د پالیسۍ مسوده د تصویب لپاره وارزول شوه

دا مسوده د سې‌شنبه پر ورځ( د لړم دیارلسمه) د ریاست الوزراء د اقتصادي کمیسیون د تخنیکي کمیټې په غونډه کې تصویب شوې او د وروستۍ پرېکړې لپاره اقتصادي کمیسیون ته راجع شوه.

Published

on

Last Updated on: لړم ۱۴, ۱۴۰۴

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ څرګنده کړې، چې د کانونو په پروژو کې د کورنیو سرچینو د کارولو په اړه د پالیسۍ مسوده د تائید وړ ګڼل شوې ده.

دا مسوده د سې‌شنبه پر ورځ( د لړم دیارلسمه) د ریاست الوزراء د اقتصادي کمیسیون د تخنیکي کمیټې په غونډه کې تصویب شوې او د وروستۍ پرېکړې لپاره اقتصادي کمیسیون ته راجع شوه.

د دې پالیسۍ له پلي کولو سره د کانونو په سکټور کې د کاري ځواک تخنیکي او مسلکي مهارتونه ښه شي او د کانونو په پروژو کې به دایمي کاري فرصتونه رامنځته شي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د اعلان له مخې؛ په دې پروژو کې د کورنیو سرچینو کارول زیاتیږي، پر وارداتو تکیه راکميږي او د کورنیو سرچینو او سیمه‌ييز اقتصاد د ودې لپاره به زمینه هم برابره شي.

Trending

Exit mobile version