سیمه ییز خبرونه

د کانکور په سږنیو ازموینو کې به اتيا زره زده کوونکي بې پاېلو پاتې شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د لوړو زده کړو وزارت وایي، د کانکور په سږنیو ازموینو کې به اتيا زره زده کوونکي بې پاېلو پاتې شي. د دغه وزارت مسئولين همداراز وايي، لږ تر لږه څلور ويشت ميليون ډالرو ته اړتيا ده، چې په كانكور ازموينه كې بې پايلې كېدونكو كسانو ته په دولتي او خصوصي تحصيلي موسسو كې د زده كړې زمينه برابره شي.

داسي معلومېږي، چي د کانکور په سږنیو ازموینو کې له ټول افغانستان څخه ۲۵۴ زره كسان ګډون وکړي، چي ۶۰ په سلو کې هلکان او ۴۰ په سلو کې نجونې دي.

د لوړو تحصیلاتو وزیر عبیدالله عبید وایي:

تېر کال د لوړو زده کړو په مرکزونو کې د ګدونوالو جذب ۴۰ په سلو کې وو، خو سږکال دا شمېر ۵۰ فیصدو ته لوړه شوې دی، چې له دې ډلې به ۳۰ زره تنه په نیمه عالي موسسو او ۳۴ زره نور په خصوصي پوهنتونو کې شامل کړل شي.

خو له دې سره بیا هم د لوړو زده کړو وزارت د ۸۰ زرو تنو بي پایلو د ستونزې د حل کومه لاره په پام کې لري او که نه؟

سږکال په ټول افغانستان کې د کانکور ازموینې له ستونزو سره مخ وې، چې له امله یی د لوګر ولایت ازموینه تر یو لړ ستونزو وروسته لغوه او د دوه هم ځل لپاره واخيستل شوه، خو د هرات ځنډول شوې ازموينه لا تر اوسه نده اخيستل شوې.

Trending

Exit mobile version